

صدیق
بې طلبه که ورتله د چا په خوان کړې
قيمتي ګوهر به بای پرې رايګان کړې
چې دې غاښ واړه د آز په کاڼي مات شي
مزه ياب به وايه څه د آب ونان وکړې
په لباس د عاريت دون همتي ده
د غونچې په دود چې لب په باد خندان کړې
څو د زړه وينې دې شته هومره پرې قوت
بار په ځان څله منت د بل احسان کړې
معنوی در يتيم غواړه غواص شه
د درياب له موجه څه اندوه د ځان کړې
ځان چې بل ته سپارې پاسباني غواړې
ته دنوح په کشتۍ ناست غم د توفان کړې
څو عيبونه د خپل ځان درښکاره نه شي
چيرې ته له آيينې نه روګردان کړې
عاقبت به د قمر په ليدو درومې
که جامه جوړه بدن ته د کتاب کړې
په سبا به تيز تر برق درومې صديقه
چې د صبر تر پښو چا لاندې د امان کړې