...

صدیق

زړه مې مه شه بې له تا نه جانان چيرې

 مه وه زړه که مې بې تا کا ارمان چيرې

څه فايده مې بې ديدنه ستا ارمان وي

 تل به نه وي ښه يوسف په کنعان چيرې

سترګو وړی زړه مې کوم ستا په آرمان دی

 فراغت نه وي د چا په زندان چيرې

له دورانه د نيکۍ اميد خامي ده

 لاس به اوږد نه کا غليم په احسان چيرې

خود به غم کړې د دنيا په تله، هوښيار شه

 معطل نه کا په تلوار رهروان چيرې

په چمن راتله د ګل په تلو تلوار کا

 جدا نشته د بهاره خزان چيرې

که وتلو ته يې قدم تياري نه کړای

 ګل به نه راته هرګز په بوستان چيرې

تير نفس چيرې بې يادو د ياره نه کړې

 چيرې نه آزرده تير کړې مهمان چيرې

 د صديق په رضا کله تله د يار وي

 تله په رأی نه کا د هيچا آسمان چيرې