

عبدالحمید مومند
څه یله یله وییږې سر مغز نه
ولې نه غواړې له خدایه امر زنه
ډېر مدت له شرم و ننګه زهیرېږې
چې دې چار شي د دنیا تر چا تورزنه
هیڅ پروا د دین په کار نه کړې که وران شي
اې بې ننګه بې فرهنګ د دین رهزنه
لکه طفل در ګوهر په روټۍ پلورې
هسې ته کړې په دنیا د دین بازنه
ته چې مینه په دنیا کوې دین غواړې
تېروې عمر په تشه بار بېزنه
د دنیا په مال نادان سړی هوس کا
کاندي طفل د درمو په اس تېزنه
هیڅ خواږه نه دي حرام تر دې حلالو
باري خپله خورو لور وي کړمېزنه
هیڅ خواږه دې نه کړه د توبې په جار و صافه
د مرګ لار دې هسې پرېښووه اغزانه
چې له ښو ښو مېړنو دې میدان یووړ
شابس شابس د حمید فکره تورزنه