...

عبدالحمید مومند

د یار غم له خپله ځانه کړم بې ځانه

ځکه وېره د ځان ورکه شوه له ما نه

دا تلاش زما د مرګ نه دی نور څه دی

چې ګلګونې جامې اغوندې جانانه

په رښتیا که ته لیلی نه يې زه چا کړم

د مجنون په څېر بې سر و بې سامانه

که ګذر د باغ په لور کړې زه ضامن یم

که دې سروې په رکاب نه شوه روانه

چې يې ستا په ګل رخسار باندې نظر شي

آینه شي د نرګس په دود حیرانه

که مې لګي لږې سترګې په بل ښکلي

هغه دم په کږو سر شې بدګمانه

هسې قیاس زما غیرت په خپل غیرت کا

له اغیارو لرې اوسه مهربانه

په حمید د یار له غمه سخت ساعت شه

ربه ته يې دغه ګرانه کړې اسانه

دا خبر د یار د تلو په حمید وشه

که يې پرېووت په سر کاڼی له اسمانه