

عبدالحمید مومند
چې مې تن ملک د ختن شه زما لاله
دا اثر ګڼم د ستا له خط و خاله
آرایش له آلایشه لعل مومي
په راتله د خال و خط مه شه ملاله
زه به درسته شپه ژړا لکه شبنم کړم
خانده ته د ګل په څېر تازه خوشحاله
د جنت حسن و جمال که په کمال دی
شرمنده دی ستا له حسنه له جماله
کله کله به دې مخ چېرې څرګند کا
که دې حوره یا پری واې د مخ سیاله
زاهدان دې ځان نا حق ساتي له زلفو
دا مرغۍ دي لاندې شونې تر دې جاله
ژر زوال د ستا د مخ له شرمه و خوري
نمر سپوږمۍ چې ورسېږي تر کماله
ستا د عشق د لېونتوب منت راباندې
چې یې خلاص کړم د خاص عقل له جنجاله
که منصف يې د انصاف په تله تول کا
قیل و قال د حمید کم نه دی تر حاله