...

عبدالحمید مومند

څه برباد درومي زما فریاد و نوله

په خاطر د دلبرانو ناقبوله

زر په زر به ظالم حسن د بتانو

کاندي خدای توره بلا د خط نزوله

په عاشقو کې معقول هغه باله شي

چې يې شېخ و ملا بولي نا معقوله

که په کار د عاشقۍ بې عزت کېږم

خدای مې لرې مه کړه دا پېغور له کوله

چې عاشق د عاشقۍ په کار شرمېږي

شرمنده به شي تر خدای و تر رسوله

مسئله د صبر و زهد په هیڅ قول

د عاشقو په مذهب نه ده معموله

چې مې هیڅ په غوږو نه لګي ناصحه

بېهوده پندو وینا وايې فضوله

اوس اقرار په بانګ بلند د عشق په کار یم

پټاوه را باندې نه شي عشق په پوله

د دنیا له هوسونو څه رنګ نهیل شوی

اې حمیده! د خپل یار په غم مشغوله