

عبدالحمید مومند
څه بې ځایه ګفتګو کوې بې تانګه
ورک شه ستا ردوبدل دایر و ډانګه
د انصاف په سمې لارې قدم کېږده
د خودۍ په کمر مه ځغله مه دانګه
لري مشر مشره بخره کشر کشره
برابر نه دی چرګ بانګ له ملا بانګه
ستور خر پکې ډوبیږي که باور کړې
چې ورځي هغه اوبه د اوښ تر تانګه
ګفتګوی د مطول "الف" بې خوان ته
څرګندیږي مجمجه په ستره ستانګه
په تش اسم دی دماغ هسې بلند شه
چې هوسو ته نیسي رو د مچو پړانګه
څه به ستا په ورا شه نه خاندې وګړي
اپوټه ګفتګوی کم نه دی تر سانګه
چې نا اهلو ته د اهلو وینا وایم
نیسم پوزې ته د خره د ګلو څانګه
له ناکس سره ماغزه مه خوره حمیده!
دم په خود شه د خپل فکر په ټال زانګه