...

عبدالحمید مومند

چې پيرۍ مې ږیره سپینه کړه غلا غبرګه

بویه قد د سروې قد عصا تر تخرګه

په راستۍ مې د خپل عشق هسې باور دی

چې همدم به یم له ښکلیو پس له مرګه

عشق په زړه د تن پرورو کله لګي

دا چې نه کا اور اثر په لنده ګرګه

پرېږده ما په عاشقۍ کې وږی تږی

ته ناصح ورځه په ډکه ګېډه ارګه

زه د یار غمونو هسې هډو پوست کړم

لکه ونه په خزان کې شي بې برګه

که هاله وم ایله اوښ په صورت څورب

اوس د عشق غمونو ووېستم له ورګه

عشق پېزوان د بار کښۍ که راپه پوزه

د فراق خواریو ووېستم له درګه

په ځوانۍ د عشق غمونو حمید زوړ کړ

بې مودې يې ږيره سپینه شوه ملا بغرګه