

عبدالحمید مومند
که له څاڅکي صبر زده کړې ته صدفه
په ګوهر به دې سینه شي مشرفه
لوی کمال دی کمیني د ادمزادو
پاتونه شه آدام زاد له دې شرفه
څه به ستا د نس توسن سرکښي نه کا
چې سبا بېګا يې پيايي خوښ علفه
په هوی پسې د نس سر هوا مه ځه
نه دی وړی سود هیچا له دې طرفه
چې په اصل يې له خاورو پیدا شوی
ولې ننګ له خاکسارۍ کړې نا خلفه
چې دې ټول زیست و روزګار په زېرکۍ شه
د شیطان په څېر به کړې بندګي تلفه
ځنې ځایه لېونتوب په کار را درومي
کله طفل بازي یوسي له آصفه
څه تکلیف د ښه خوراک د ښه پوښاک کړې
اې د خدای په امر و نهې مکلفه
په هر کار کې کمیني کوه حمیده!
ډېرو وړی دی کمال له دې کنفه