...

عبدالحمید مومند

چې د بل په خوښه پرېږدي خپله خوښه

تر دې خوښې خوښه نشته بله خوښه

لا خوښۍ متابعت درکړی نه وي

خود روري دې کړه له دې کبله خوښه

بې راستۍ دم قدم مناسب نه دی

په آغاز ده د هر کار بسمله خوښه

چې په تول کې رو، ریا د هیچا نه کا

د هر چا په دا سبب ده تله خوښه

که خوبان د کبر و ناز په خوی خوښېږي

ده زما د کمینۍ بدله خوښه

که یوه ګړۍ ناخوښ نس و هوی کړې

دا کانه به دې شي تل تر تله خوښه

که په سوز د پروانه شي وازمېلی

په دا ګل به شي هاله بلبله خوښه

که مې یار په ازاریو په لسه خوښ وي

دغه چار ده زما یو په سله خوښه

سردرد پورې دې پند مه کړه حمیده!

خود روان به کا ستا خوښه کله خوښه