

عبدالحمید مومند
درویشي دا هسې چېرې ده دروېشه
چې د نورو رضا پس کړې خپله پېشه
په دې لارې کې یو نه رسي مطلب ته
چې د نوش په طلب ځان ساتي له نېشه
اور اوبه په یوه ځای نه جمع کېږي
چرته دین چرته دنیا کوتاه اندېشه
څو له وېشه د دنیا وتلی نه یې
بیا به نه مومې بهره د دین له وېشه
چې وهلی و مظلوم د آه قوصر وي
مه کړه طمع د صحت له هغه رېشه
هندو هم د باطل درم و شرم ژغوري
ته له حقه حیا نه کوې بد کېشه
که جلوه د مراد د ګل غواړي حمیده!
د غونچې په طور وینې د زړه زبېښه