...

عبدالحمید مومند

هی کاڼی مې په کور شه ګڼه وور شه

چې نګار مې د اغیار په غېږ کې خور شه

اړولي بخت راوکړې اړولې

چې غمخور یار و آشنا زما خونخور شه

خود کرده به څه تاوان له چا نه غواړم

چې مې بل له خپله لاسه په سر اور شه

دا بلا يې وې لیدلې اورېدلې

دانسته مې زړه په مینه کر و کور شه

فرښتې موافقت له دېوه نه کا

له رقیب سره حبیب په څه مخسور شه

څه به زړه سېځي خوبان زما له سولو

چې يې داغ زما د زړه په مخ انځور شه

چې نظر يې د ګلرخ ساقي په مخ شه

د نرګس له لاسه جام پرېووت نسکور شه

چې يې زه لکه منصور سنګسارولم

تور هغه ملای روم د عشق په تور شه

نور مې ځای نشه دنیا و د غوښتو پاتې

چې غمخور مې روادار په ظلم و زور شه

که يې څوک د مرګ بانه پوښتي له خلقه

د حمید د یار له غمه سر په ګور شه