...

عبدالحمید مومند

په رقیب له ما نه مهر مزید مه کړه

د حسین په مرګ مدد د یزید مه کړه

خود مې مهر ستا د مخ وژني دلبره

هېڅ زما په مرګ د قتل تاکید مه کړه

چې کوثر مې ستا د شونډو نصیب نه شي

خدای مې هېڅکله دا هسې شهید مه کړه

په وعده د لاس لستوڼی راته نیسې

جګې جګې نه دی رخ هسې برید مه کړه

ژړوې مې د رقیب په خاطر ولې

په کونجکه د دې دُر و خرید مه کړه

چې مدام درته تلقین د جفا کاندي

ځان په بند، د رقیبانو مرید مه کړه

مرم په دا چې ته رقیب په غېږ کې نیسې

تش په توره ډېر منت په عبید مه کړه

چې رقیب درسره راولې په څنګ کې

د دغو راتلو منت په حمید مه کړه