...

عبدالحمید مومند

چې زغمم ستا د رقیب بدې فتنې زه

یاره کله یم دا هسې بې کینې زه

چې رقیب په ما کینه کا ستا له مخه

مګر نه لرم دا تریخی په ینې زه

چې سهم باندې سل سخه ستا د هجر

هومره زور راوړم له کومه د سینې زه

ته چې مخ د مهر واړوې اغیار ته

په کودي کې له غیرته شم نینې زه

یو به نه سم مغلواله د رقیب ستا

که زوکړی وم رښتیا له پښتنې زه

که ښيې راته هزار لوړې ژورې

د زړه کډې به له تا، نه کړم ستنې زه

بد نصیب یې کا عاشور په تا حمیده

که دې وبولم په ورځ دا دینې زه

دا حمید د یار په در کې ګېر پېر ګرځي

که طواف کړم د مکې د مدینې زه