...

عبدالحمید مومند

له غمزو د تورو سترګو نظر ژغوره

په و ښکلیو تورومه خېږه سر ژغوره

عشق ته هیڅ نه دی پرهېز د سلو کالو

له هزار منه پومبې یو شرر ژغوره

عاشقي ستا د بشر د خطر لار ده

د خطر په لارې مه ځه بشر ژغوره

مینې ډېر ساده صوفیان دي رندان کړي

غرونه غرونه یخ له مخه د نمر ژغوره

بل هنر به دې په کار نه شي په عشق کې

بارې یو د بې خودۍ هنر ژغوره

کله ځان ژغوري بربنډ له تېرو نورو

هسې خپسر له ښېرو د سحر ژغوره

آه سر د نوي مین لره ښه نه دی

له تازه پرهاره باد قوصر ژغوره

عاشقي په خود رايۍ سره نه شي

په دا لار کې دم قدم بې رهبر ژغوره

که په رو د یار د مخ ورغلې باده

د حمید د مراد ورکې خبر ژغوره