

عبدالحمید مومند
بېهوده مې ورته زړه هوسیده
عاشقي ده څړه نول وپخسېده
بې له دې چې نامردۍ ته ورسېږي
ګڼه نشته پکې مراد ته رسېده
زړه مې مینه د حلوا نمړۍ ګڼله
بارې اوس ولمسېده چې بلوسېده
کافران به د کټار مسلمانان شي
که رقیب مې په ژړا وترسېده
عشق و صبر سره لرې دي ناصحه
کله اور کاندي له سولو بسېده
دا د مینې نتیجه ده را رسېږي
چې لېمه مې په ژړا وپړسېده
د عیسی تر دمه کم نه دي حمیده!
پټ په شونډو کې د ښکلیو مسېده