

عبدالحمید مومند
که ریبار په یار مین کړم نادیده
وربه نه کړم په دیده دا شنیده
چې حجاب له مخه واخلي هسې شور شي
ګڼه صبح د قیامت شه دمیده
دا زما د سروې قد د قد له شرمه
فلک ودریده سرکوزی خمیده
چې په ګورت کا کاږه غشي د مژګانو
که يې کج ګوزار
وي لګي سیده
نه قدم لري نه دم همدم د ښکلیو
ګوره شمع پای بسته سر بریده
د چا لاس په کمربند د هغې ملا شي
چې هرګز له باریکۍ نه شي لیده
په یوه بوسه حمید د ساده رویو
که يې پېرې بنده کېږي زر خریده