

عبدالحمید مومند
د بوسې په هوس غم کړم ربوده
بدبختۍ مې ویوست غاښ په پالوده
چې په وصل مې دارو د هجر نه شي
دا په څه توره بلا شوم آلوده
نور به څه کاندي زما ګرانې اسانې
چې مې خضر اخیستی نه شي و وده
نه ده عشق هسې کوتاه تنسته ایښې
چې پوره يې کړم په سر و مال بوده
نن ساعت د عاشقۍ په کاروبار کې
مجنون نه ګڼم تر ځانه ازموده
په مدد يې ستا د غم کړم تر پښو لاندې
که مې غم شي د جهان په سر توده
چې يې نال د لېونتوب نه دی وهلی
هر سمند د عشق په زمکه شي سوده
څوک دې و یار زما د حال نه کا په عشق کې
سمندر په اور کې اوسي آسوده
د عاشق زړه هاله تېغ د مراد و کاږي
چې یې خاورې شي د غم په سر توده
چې په عشق کې کامراني غواړي حمیده!
څه څه وایې چېرته تللی يې اوده