

عبدالحمید مومند
سر مې هسې بهر ور دی ستا له درده
چې بخڅه د در ګوهر دی ستا له درده
غیر فکر دزوخي شه پکې سوځي
زړه مې ګرم تر سقر دی ستا له درده
سرتړونی نوې میاشت تر سر جار باسي
د هر ښکلي درد په سر دی ستا له درده
یو زګیروی کا په مسجد په میخانه کې
مسلمان دی که کافر دی ستا له درده
د ژوندون کوتاه شپه را باندې کال شوه
چې و مرګ ته مې اختر دی ستا له درده
تل مې تن د عشق له اوره هسې ایشي
پروت په تبه کې شېبر دی ستا له درده
څه له کړې دارو درمان زما و داغ ته
داغ مې کله مرور دی ستا له درده
د مرهمو غمازي به يې بېل نه کا
چې مې خوا په خوا پرهر دی ستا له درده
د حمید د نارو و یار مه کړه دلبره
هیڅ په خود نه دی اوتر دی ستا له درده