

عبدالحمید مومند
راکوې د بې دردۍ پېغور په څه
سېځې سوی دوباره په اور په څه
د لندو خټو دارو لږې اوبه دي
ازمېې راباندې هومره زور په څه
په تورې دې د سرو شونډو نه پوهېږم
یادې راته د وینو تور په څه
څه پوښتنه کړې زما له زېړه رنګه
ستا له غمه دی دلبره نور په څه
چې توبرې ستا د غمزو په زړه یونسم
بې له دې ډېوې رڼا کړم کور په څه
ته چې ما غندې په هره چار غماز ته
په ژوندونې مې منډې په ګور په څه
په دا ظلم مې دې کور د آرام وران کړ
د رقیب په غېږ کې پروتې خور په څه
که مې مېشت په زړه کې ښهر د عشق نه وي
همېشه مې له خولې خېژي شور په څه
د خپل بخت په اړولو نه پوهېږم
چې غمخور شه د حمید خونخور په څه