

عبدالحمید مومند
هره ورځ وعده کوې صباح په څه
په دروغ راپورې کړې مزاح په څه
ستا وعده وفا کېده ناشدني ده
راښيي ناشدني صلاح په څه
چې مې خوا لره لا نه راځي ترهېږې
ترهوې مې له سینې ارواح په څه
ستا غمونو مې دي وینې وچې کړې
بېهوده مې وهي رګ جراح په څه
تا زما د خیال د کښت ریښې کړې غوڅې
شم و ملک ته د جنت سیاح په څه
که ورکړي ستا هجران نه دي څپېړې
سور و شین کړ وایه مخ تفاح په څه
تا چې صبر د دیدن ورباندې ونیو
په حمید حراموې صباح په څه