

عبدالحمید مومند
که یو ځل شې مخامخ د یار له مخه
نور به نه کا غمازان درباندې رخه
لا به کله خدای په ما د وصل داد کا
چې پوره کړم په رقیب د هجر سخه
د رقیب له بده خویه یار بدخوی شه
روغ سړی پمنوي د پمن پخه
اندېښنه مې د ناموس له خسه نه شي
د یار ډېرې حیا شوخ کړم تر ملخه
خپل وېښته د یار د راز په لطافت کې
چوکه کېږي په عاشق لکه بنجخه
چې سپيتوب د عاشقۍ را څخه نه ځي
ځکه شم باله په تو، شاړه په چخه
که پرې ښه اېسم که بد اېسم ناصحه
خدای کړ عشق زما حمید په مخ کې زخه