...

عبدالحمید مومند

آشنايي ده د دنیا د آشنا پوچه

د لاله له ګلو غواړې بقا پوچه

لکه څوک چې کټوری غواړي له زاڼو

هسې شان شوه د وفا تمنا پوچه

چې سودمن په آشنايۍ د آشنا نه شي

وکړه مه شه دا بې سوده سودا پوچه

چې حاجت غواړي له یاره د دې دور

وهي منډه د برېښنا په رڼا پوچه

له کرده به دې مردي سبا لیده شي

مه کړه نن په لاپو شاپو غوغا پوچه

بې کرداره ګفتار محض سردرد دی

مونده نه شي د مراد مغز په دا پوچه

چې نا اهلو ته يې څوک تر خولې وباسي

دردانه کاندي د خپلې وینا پوچه

چې دا خپل څېرې ګرېوان پرې نه ټولېږي

د شبنم په ژړا ګل کا خندا پوچه

چې پتنګ په اور کې غږ نه کا حمیده!

عندلیب کاندي په ګلو غوغا پوچه