

عبدالحمید مومند
چې سبا شوکوې ږيره پيوسته
ولې نن په ږيره لاس نه کړې ورسته
چې سبا بېګاه يې عمر و غولولی
نه کړه ملا ورسره نس په ښو بسته
چې دیده و دانسته د نس رضا کړې
ولې ځان تر کمر ولې دانسته
بې عمله علمیت څه په کار نه دی
لکه ښځه تر ملا وتړي درسته
چې سبا د مرګ تلخي او سختي وینې
نن دې څه رنګ ځي تر حلق خوږه پسته
چې کرلې دې اوربشې د عمل دي
بیا به نه مومې غنم په اخیسته
د دنیا په خوږو روږدي مچان ګوره
چې وهي ورپسې سر په دو دسته
هیڅ یو کس درسته و نه اوده حمیده!
دا دنیا ده یوه ورانه تنسته