...

عبدالحمید مومند

بد دې نه مني دلبر زما کاته

بلبلان په ګلو کاندي الواته

لایقت د وصل نه وینم په ځان کې

په کاته مې ځکه کسي وواته

عاقبت راڅخه یووړ د یار سترګو

که هر څو مې زړه په صبر کې ساته

ته خبر له خپله تاخته يې که نه يې

چې دې کور زما د صبر و ناته

په تندي مې له کینې کاڼي ورېږي

چې دې وینم رقیبان په در پراته

د هغه در و دېوان خضر دربان شه

چې پرې کېږي ستا واته ننواته

چې خندا دې کیند کوهې په زنخدان کې

ما هاله پکې لیده خپل پرېواته

پتېیلی ما هاله دا بېدلي وه

چې دې خیال د دلدارۍ و ته راته

په تمام جهان قراره قراري ده

په حمید د غم مغل راوخاته