

عبدالحمید مومند
زه له تا څخه وېرېږم خپله ربه
ستا له قهره ډېر لړزېږم خپله ربه
شپه و ورځ که ستا ثنا کړم موړ به نه شم
د بلبل په شان وییږم خپله ربه
شپه ورځ راسره فکر د دې چارې
په ژړا درته ژړېږم خپله ربه
په قیامت به درته غټ کتلای نه شم
وایم زه له تا شرمېږم خپله ربه
قراري صبر و آرام راڅخه لاړ شه
ستا له وېرې ډېر وېرېږم خپله ربه
اوس د تلو توکل کړه درومه حمیده!
وایم درومم روانېږم خپله ربه