

عبدالحمید مومند
څه مزری کړه زمانې د تماشو
ننوځي يې په غار ګیدړ پيشو
بې انصافه زمانې د ګل په پاڼو
څرنګ و اورول کاڼي په رشو
چې پخپلې ناترسۍ فلک راشي
ولي کاڼي په پجه کې د شیشو
هغه سر کا زمانې د سپو د لوبو
چې يې نه واهه مزری پل په ورشو
د فلک په خرخښو ونښته لاړه
چې جهان يې وېرېده له خرخشو
چې د اوسپنې چڼې شوې پرې چیچلې
خدایزده پڅ کړل هغه غاښ کومو ترشو
هغه اور د کوم مظلوم په اوښو مړ شه
چې يې لرې غر و سم سوه پلوشو
د لړم په څېر به سپک ومري بې قدره
هغه څوک چې يې څوک ژاړي له لشو
د حمید شعر دېوان کړ سخندانو
ګڼه نه به و چا کښلی په حاشو