

عبدالحمید مومند
ربه فهم کړې د یار راته په ښو
د رقیب له خرخښو مې کړې په پښو
هم په دا چې د عشق اور پرې زر ولګي
دا زما صورت ګېډۍ کړې د وښو
د آشنا د عشق توبری زما زړګی شه
کړلی نه شم ځکه حکم په وکښو
هیڅ شفقت زما د یار په رقیب نشته
محض مږي پورې ځان زما په شو
رغړوي مې زمانه له محتاجۍ
لکه سپی د چوهاړي رقیب په پښو
په آشنا پسې مې روح د تن له سرایه
د سفر په عزم لاس کېښو په ښو
ډېر وسولو د هجران خضر پښېمان کړ
د حیاتو د اوبو په بدو څښو
له خلوته و بازار ته راڅکول شي
زاهدان د عاشقۍ په خرخښو
غم کړ زړه د حمید هسې څيرې ویرې
چې حیران يې په ګنډل شو د ریښو