

عبدالحمید مومند
که ورسره کړې ښه خوراک ښه اغوستن
خلاص به نه کړې د دوزخ له اوره تن
څو دې تن په عبادت آراسته نه شي
غره مه شه د صورت په آراستن
دا کارونه چې يې ته نن په هوس کړې
وینم زه پکې سبا د ستا کشتن
چې په مرګ لکه مرداره شې سخا بویه
په ژوندونې آهو مه شه د خستن
نادانان دین ورکوي دنیا پرې اخلي
دانا نه کا دا دادن د ګرفتن
بې له تا چې ګور، قیامت در څخه هېر شه
ګڼه هر غریب تالاښ که د وطن
هرګز نه خېژي آواز له ډکه جامه
له نقصانه دې پيدا شه شهره تن
چې دلې دې کېږي ناسته له بدانو
هورې مه غواړه د نېکو د رخستن
دانایان به ورته غوږ نیسي حمیده
نادان څه پوهېږي ستا په دُر سفتن