

عبدالحمید مومند
مخ و زلفې دي د یار ګنج و طلسم
نزدیکت مې ورته نه شي په هیڅ قسم
التفات يې راته باز د سترګو نه کا
که هر څو ورته طمعه د ځيګر نیسم
لورا لور سېلاب د اوښو پرې راوخوت
حق حیران یم په ساتل د خاکي جسم
په هغو کسیو کې ګل زما پیدا شه
چې به بې خپله ګلرخه ګل پرې کسم
زړه مې هسې ستا په زلفو کې معدوم شه
لکه حرف د همزه ونغښت شي په سم
دا خطاب د پادشاهۍ د سلطانۍ دی
چې یار وبولي حمید د سپي په اسم