

عبدالحمید مومند
یار راڅخه لاړ شه پسې نه مرم ژوندی پایم
تو زما په مینه چې لا پایم بې وفا یم
حق د دوستۍ دا و، چې په دواړو سترګو ړوند وای
دا څه شوخ چشمي ده چې لا غټ ګورم بینا یم
نه شپه ورځ ژاړم، نه له خوبه شوم بې خوبه
آب بې آبو سترګو زما ورک کا که حق وایم
نه يې په اواز د جدايۍ لاړم بې هوښه
نه په غوږو کوڼ شوم لکه وم لا هسې بیا یم
نه مې ځان کوهي ته واچاوه، نه آور اوبو ته
نه پسې له غمه لېونی سر په صحرا یم
نه مې دم قدم په یوه غم کا مخ په لارې
نه اسماني کاڼی په ما پرېووت څه بلا یم
نه لکه ګدای خراب تراب د شاه په غم شوم
نه لکه مجنون هجر وژلی د لیلی یم
نه فرهاد واموق غوندې له ځانه شوم بې ځانه
نه ورپسې ړوند لکه یعقوب په تمنا یم
پلار مو د غنمو دانې ویوست له جنته
زه لا طمع دار د غنم رنګو د وفا یم
هیڅ یوه کانه په ما و نه شوه د رښتینو
څه پوچې دعوې بې شاهدانو په خوله وایم
مخ زما تر یاره پورې تور کودی نسکور دی
څو به اوښ تر پولې لاندې پټ له خلقو بیایم
لید په سترګو نه شي، بې لوګي د سرې اور دی
ما زده زما زړه زده چې پرې څرنګه جلیا یم
هیڅوک خبردار له سوز و سازه زما نه شوو
هسې لکه شمع په خندا کې په ژړا یم
زه که څه مسېږم په مسا مې غلط مه شه
ډکه خوله له وینو په زړه داغ لکه لالا یم
مه کوی ګومان پر ما چې روغ و سلامت یې
زه تر هسې حده ظاهر روغ، په زړه ادا یم
عین لکه په اور نیولی سر که داړې چینګې
زه په هسې هجر کې له غمه په خندا یم
بویه چې طبیب زما د رنځ راځي له هنده
خدای زده چې تر کومه زه حمید په واوېلا یم