...

عبدالحمید مومند

څو به خورې پردي مالونه په ستم

یوه ورځ به دې په نس کې شي اړم

د مظلوم د مال روټۍ خپله بوټۍ خورې

مه شه هیڅ په دا خوراک خوښ و خورم

ما ته ستا حرام خورګي هسې لیده شي

لکه څوک په مشت منډي مار ولړم

بې شبهې ما و لړم دي نور څه نه دي

را څکولي په ستم دام و درم

د ستم په دام درم مه هوسېږه

مه کړه خدای مار و لړم د چا همدم

زر په زر به دې دېوال د عمر پرېوځي

چې يې زدويې د مظلوم د اوښو زېم

په حرامه دنیا ساز مه شه یو کار ستا

چې سل نور در څخه وران کاندي برهم

چې یوه کوډۍ د ظلم پکې ودري

په شومیت يې ښهر وران شي چم به چم

د ظالم د ودانۍ مخ په ورانۍ دی

دا خبر دی په جهان کې مسلم

دا چې ازمېې ته زور نن په کمزوري

دغه زور به شي سبا درڅخه زوم

زمانې دي ډېر مزري هسې خوار کړي

چې وهلی و پیشو ته نه شي دم

بڼه کړی دی فلک د باد په مه کې

لکه نمر هسې عالم په زور محکم

چېرې نه شې د هاتي تر قدم لاندې

په عاجز مچ و مېږي مه ږده قدم

بویه اوس پکې سم غشی د راستۍ

چې لینده غوندې يې پرېکړې په قد خم

له مجلسه د نا اهلو هسې تښته

لکه خوري تر هند آهو له سپيو رم

د غرور پومبه را کاږه له غوږونو

واوره ښه د پند نغمه په زېر و بم

هغه مه پسنده په بل باندې انصاف کړه

چې يې نه پسندې په ځان باندې ماتم

چې په خپل صورت اغزي سهلی نه شې

بل ته ولې رسوې د تېغ الم

د یوه تن اندامونه دي بې شکه

لوی هلک بني آدم په صورت سم

ته هم هیڅ له فرښتې زوکړی نه یې

چې چارپای بولې دا نور بنې آدم

آدم زاد دي د یوې ونې ښاخونه

چېرته د ښاخ زغفران شوې نور شړشم

بدله به د هیچا در پاتې نه شي

که دې زور وي په چا کړی، که کرم

سبا ورځ به يې لغته په شا وخورې

مه شه نن په یوه سوک و چا ته ګرم

تا په خپله دي لیدلي اوریدلي

د فلک دغه بازۍ دي په عالم

زمانې کړه په څه شان ګوره نظر کړه

خرمي په غم بدله د خرم

د امن ګیر د عالم ګیر هسې ماتم شه

چې یې هیڅ نه شه په کار زور و حشم

آیینه د زنګون ونیسه و مخ ته

پکې وګوره احوال د جام جم

د انصاف و روښنايي و ته راووځه

پرېږده زیست د خود بینۍ د تور تم

چې سبا دې ژاړوي په اوښو وینو

نن بایده ده غم خورګي د هغه غم

د غفلت زخم به زر د ستا ناسور شي

چې پرې نه ږدې د نېکخواه د پند مرهم

که همسا يې د موسی بولي وګړي

ښايي نن ساعت حمیده ستا قلم