

عبدالحمید مومند
خدای چې زه و ساده رویو ته مختاج کړم
بې خوارۍ بې سادګۍ به په څه راج کړم
د سکون متاع یې هیڅ راته پرې نه ښوه
عاشقۍ د هغه یار هسې تاراج کړم
که هر څو مې صبر زهد د پند بند ږدي
زه په دوو سترګو خدای بحر مواج کړم
رنځ د عشق لا علاج رنځ دی اې ناصحه
څه علاج به د دې رنځ لاعلاج کړم
و خوبانو ته و کل عالم محتاج دی
نه چې زه تنها يوازې احتیاج کړم
د خوبانو بلندي په تخت و تاج ده
زه به څه هواداري د تخت و تاج کړم
چې یو غم ورځنې درومي بل پرې ملي
زه حمید خدای په غمونو کې اماج کړم