

عبدالحمید مومند
اول تا د بېلتانه په اور الوی کړم
بیا په خوله کې نفساني فلک راتوی کړم
واړه مړه تر ما پخوا فلک زده دي
زه يې هم د ستا د غم دپاره لوی کړم
په ډېر جور به بېزار نه شم له عشقه
لکه ګل څو خفه کېږم هومره بوی کړم
دم قدم د ستا د مخ په بله شمع
پروانه غوندې و سوو ته جستجوی کړم
جستجوی کړم ستا د مخ په دواړه ځایه
که کعبې که بتخانې ته تګ و پوی کړم
په لاره مې شي رېبل د زړګي ولې
تصور چې پکې خیال ستا د ابروی کړم
په میدان د داد قدم نه ږدي له کبره
که د زلفو و چوګان ته يې سرګوی کړم
صبح و شام په دعا لاس نیسم مرګ غواړم
له ژوندونه دې فراق هسې نا لوی کړم
زه حمید واړه پوچ ګوی یم سر تر سره
بې له دې چې د خوبانو ګفتګوی کړم