

عبدالحمید مومند
چې پرون پرې غږېده سندرې ډول
نن يې وار دی په ژړا و په اشول
دا نیمګړی داد امداد ګوره د دهر
چې یې دا هومره بقا وه ملامول
سیده جام د خوښۍ نه وي په خوله ایښی
بیا ایرې د درد و غم کا پکې ګول
په نګار دمکار د هر غلط مه شه
په بد رنګې ناوې پروت وي زري پسول
دروېزه له دروېز ګره ناکسي ده
د فلک کچکول ته مه نیسه کچکول
چې د دور دا کږې کینې پرې شته دي
کوه قاف دې نه نازېږي په خپل تول
عاقبت به د تقدیر چینه در واوړي
که اغزي کړي د تدبیر له ځانه شپول
مرګ د لوی د هلک زوی برار نه دی
چېرته ورکه د ټوپۍ چېرته د خول
چې رښتینی سیده صاف نه وي حمیده!
بولي بولي عاقلان دا هسې بول