

عبدالحمید مومند
که هر څو ورباندې وهاره ځان عقل
عاقبت د عشق په کار شه حیران عقل
دقیقه پوښته د مینې له مجنونه
دلته نه چلېږي هیڅ د لقمان عقل
د عشاقو په جرګه پوښتېده نه شي
که هزار ځله شي خان و سلطان عقل
د مجنون تر ساده ګۍ صدقه شه
ځیرکي د افلاطون په روښان عقل
هغه زړه را څخه مینې بېزاري کړو
چې ساتلی و په ځار و قربان عقل
لاړ به کله شي د عشق په ستغو غاښو
دا په سمه لار کې ستړی ستومان عقل
لکه فرق د تورو سپین په ړانده نه شي
هسې دی د عشق په کار کې نادان عقل
کله کک د باد په مخ ودریدای نه شي
دی تر عشقه پورې هسې ناتوان عقل
څو یې عشق نه و په سر باندې لاس ایښی
تړاوه ورباندې هومره اسمان عقل
چې یې عشق د یقین سترګې سپړدی نه دي
ځکه پرېوست ارسطو په ګمان عقل
د حمید د ذو فنون جنون له شرمه
کوز کړ سروې خجالت په ګرېوان عقل
عاشقۍ مجذوبه حال هغه حمید کړ
چې په نوک کې يې درلود د جهان عقل