

عبدالحمید مومند
څه په ښکلیو باندې چور دی زما دل
په څو چنده ناصبور دی زما دل
په ډېوه د ښکلي مخ له ډېرې ځلې
پروانه غوندې ترهور دی زما دل
غیر فکر پکې هیڅ نشته بې مینې
درست له دې هوسه سور دی زما دل
د سرو شونډو په آرزو دې نه پوهېږم
چې ګلزار دی که تنور دی زما دل
که هزار ځله په دار و په سنګسار شم
لکه و، هغه منصور دی زما دل
عشق دې ډېر پاڅه شېخان مې خواره کړي
څه په صبر کې مغرور دی زما دل
نور د یار په کومه چار تسلي وکړم
چې په وصل کې مجهور دی زما دل
که هر څوک کړمه آشتي له ښکلیو نه شي
چې زوکړی په فتور دی زما دل
زه حمید يې بېهوده دارو درمان کړم
چې د عشق په رنځ رنځور دی زما دل