

عبدالحمید مومند
مخ دې کړل ګلونه شرمنده، زلفو سنبل
درومي ستا په لوري له باغ الوځي بلبل
کله شوه لا کله ته يې کړه زه يې زغممه
شابس ستا په جور او زما په تحمل
زړه مې له غیرته په ګوګل دننه دود شي
ږمنځ چې دې بې فهمه وهي ګوتې په کاکل
سرې شونډې دې زېب هسې پيدا په تبسم کا
عین لکه غونچه چې پاڼې وسپړي د ګل
وران به وای جهان له بې نیاوۍ که بادشاهانو
کړای د ستا په څېر دا هومره کبر و تغافل
وکاږم که زه هزار توبې له صبره زهده
ته يې په یوه نظر برباد کړې له ما کل
څو وچوم اوښې ستا له غمه په لستوڼي
ولې تاړه نه شي د طوفان په اوبو پل
بې مرګه آرام لکه پاره په عشق کې نشته
یم به څو ژوندی، یم همېشه په تزلزل
یو مخی حمیده د سربند د ښکلیو نه دی
مصر که کنعان دی که کشمیر دی که کابل