

عبدالحمید مومند
که تاوده وایې که کلک
که لوړ کړې که کوتک
په دا پوچو به نادانه
هیڅ و نه کړې د فلک
شدني درباندې وشوه
که د کک وو که د لک
بل علاج نشته بې صبره
دغه رنځ لره بې شک
چې په شوي کار څه وایې
پوچ پوچ وايې وهې جک
په لږ تاو مه شه نادانه
لکه ډول و سُر ته تک
نه مدام په سړي غم وي
نه ښادي په هر دمک
ګاه سړی خوښ و خرم وي
ګاه له غمه وي هک پک
کله وږې کولمې نښتې
کله موړ تر حلقه ډک
ګاه زمری شې میدان نیسې
ګاه د سوړې شې مږک
چېرته ویر چېرته سندرې
چېرې خوار چېرې اوزبک
که يې کار په یوه رنګ وای
نه به وای آسمان ابلک
نه تنها په تا ستم دی
د دې دور یکا یک
په دا ځور کې ډېر خلق
د ستا مله دي چک په چک
بلکې لا لېرې نظر کړه
تر سما و تر سمک
په هر چا دی یو غشی
د فلک له لاسه لک
دا وبا ده لګېدلې
په هر کور په هر درک
مې باید چې په دا دام کې
نه کړی پړک مرغی زیرک
د حمید صبر سرور شه
په ستم د هر مردک