

عبدالحمید مومند
هسې چېرې دی اسان د عشق پخساک
چې به شي پکې د چا خوراک پوښاک
هیڅ له شرمه راته مه وایه ناصحه
د بربنډ له اوبو څه اندېښنه باک
زه و صبر سره عشق زمکه اسمان کړو
په اسمان د هیچا نه رسي ادراک
محبت را څخه زړه له واکه ویوست
پرې مې نه رسېږي هیڅ د صبر واک
په سر پوښ بازار کې نور د آفتاب نه وي
ښه دی زړه په یوه
غم سره چاک چاک
د هغه کله په تخت باندې آرام شي
چې يې زړه وي په ښه مخ پسې هلواک
له اغیار سره ګډون دی د یار هسې
لکه څوک کا سره ګډ پاک و ناپاک
حمید وژغوري ځان څرنګ له خوبانو
چې یې خدای په دوی موقوف کړ مرګ و ژواک