

عبدالحمید مومند
که شاهان و تخت و تاج ته لړي شوق
عاشقان تاخت و تاراج ته لري شوق
نه دی هسې زیانمن رنځ د عاشقۍ
چې رنځور يې و علاج ته لري شوق
د یوسف په دود به پريوځي و کوهي ته
چې د عیش و ښه معراج ته لري شوق
د هوس له کنارې مې خاطر سوړ شه
د غمونو و امواج ته لري شوق
ډوبوي پخپله ځان حاکم د عقل
چې د عشق د ملک خراج ته لري شوق
څه کرم لري د ښکلیو برندې سترګې
چې د قتل د احتیاج ته لري شوق
خامخا به خوار حمید بار برداري کا
چې د ستا و تنګ مزاج ته لري شوق