...

عبدالحمید مومند

ښه مې وکاته خوبان د هر طرف

په یوه مې نه شه غم ستا برطرف

نور به زه تلم له تا سره کوم حسن

چې اسمان ته پورته لاړ د نمر طرف

خړ شي ستا له ساده مخه مخ د ناوې

که هزار ځله يې کا زېور طرف

شکسته زړونه بې ځایه آرام غواړي

هیڅوک نه کا ملګري د لر طرف

عاشقي په اختیار نه شي که کیدلای

چا به څه کاوه د شور و شر طرف

په طرف د مینې مخ د هیچا مه شه

دا طرف دی واقعي سقر طرف

چې په زړه سختې خواري د عاشقۍ کړم

نشته بل تر عاشقۍ بدتر طرف

هیڅ مې غم د ځنکدن د تلخۍ نشته

که مې یار په بالښت ناست وي سر طرف

که د خان طرفداري پرېږدي حمیده!

ژر به بیامومې د یار د در طرف