

عبدالحمید مومند
که درلودی دلبرانو څه انصاف
نشته ما غوندې په مینه کې څوک صاف
کا شانه غوندې مې زړه شګاف شګاف شه
ځای یې نه مومم د زلفو په شګاف
هسې بد ایسي خوبان په رقیبانو
لکه واخلي سګ بازي په لاس اشراف
هسې زېب کا ښکلی مخ په خال و خط کې
لکه واغوندې مکې ته تور غلاف
ښه نغمه زما په زړه کا هسې چارې
لکه کا يې په پخه ژۍ د نداف
زه او صبر سره لېرې یو ناصحه
په دروغ را باندې نه شي دغه لاف
چې و نورو ته باخښه بوس و کنار شي
خدای به ما ته تش کاته کاندي معاف
خدای دې ما وعده خلاف نه کا په عشق کې
که خوبان شو دروغجن وعده خلاف
د حمید له فکره مه پوښته عام خلق
د زربفتو قدر څه زده بوریا باف
د حمید د مینې کوټ به کره ووځي
که پرې ځير شي قدردان دانا صراف