

عبدالحمید مومند
د ګلرخ د سوې مینې درد و داغ
د غمونو په پرده نغښتی څراغ
چې په مخ د ګلبدن سترګې پرانیځي
غونچه نه کا سم کاته له دې داغ
دا يې خط نشو و نما کاندي له مخه
یا نری نری لوګی ځي له څراغ
چې نسیم يې د ګلرخ لاس په ګرېوان کا
شرمنده د ګلو بوی پاڅي له باغ
د ختن د ښکلو فن شه راته سهل
چې یې بوی د زلفو راغی تر دماغ
ویر ژړلې نارې کله په روغ زړه شي
د بلبلو نارې مه غواړه له زاغ
د حمید په څېر به ورک سر په صحرا شي
خدای دې ورکه د چا نه کا بې سراغ