

عبدالحمید مومند
چې په اور د مینې بل کا بله شمع
ماه مهر کا د څاښت خجله شمع
ډېر يې شرم شه له مخه د ماهرویو
ځکه کا د ځان په سولو ځله شمع
د مطلوب له دله مهر ځي طالب ته
ځکه سرخي تر پتنګ اوله شمع
پروانه یو ځله سر بازي په عمر
که دا کار په یوه شپه څو ځله شمع
و خوبانو ته زاهد هسې پخسېږي
ځکه سوځي له مجلسه بیله شمع
بې بللو به ورځي په دیدن ښکلي
که بل اور کا په تندي کې بله شمع
پس له مرګه يې عمل د لاسه نه شي
که نارې کاندي په ګل بلبله شمع
د حمید د زړه رڼا په ښکلي مخ ده
په دا کور نشته بله، بله شمع