

عبدالحمید مومند
هسې تللی يې مشغول په خپل غرض
چې دې هیڅ نه دی په کار د بل غرض
خامخا د زوی په میل مور پلار پوهېږي
غواړي څه لره له خوله د دل غرض
چې د بل آسان غرض ورته مشکل شه
څه علاج به کړي د خپل مشکل غرض
څو پوره د چا غرض په خپسر نه کړې
ستا به کله شي پوره په بل غرض
هلته څه غرض چې نه غرض متل دی
ځکه نه کا په ډېوه بلبل غرض
چې نارې وهې په زوره ذکر بولې
نه دی ستا له ذکره خدای بلل غرض
تې تللو په ډېوه خلق ټولېږي
چې يې واخیسته خوله پټه سول غرض
له دې هومره سر درده چې يې کاندي
د حمید دی نصیحت ویل غرض