...

عبدالحمید مومند

چې په نیت له محبته نه يې خلاص

اوښ په نته نېک نیته نه يې خلاص

څو دې خود به خود آشنا لیدلی نه  دی

د استازو له منته نه يې خلاص

چې خواږه د پند ترخه درباندې لګي

لا د مینې له زحمته نه يې خلاص

محبت دې پروت و پوزې ته پېزوان دی

چېرته ځغلي پرته پرته نه يې خلاص

چې جلب دې د اختیار و ښکلیو ورکړ

پسې ګرځه اوښ په نته نه يې خلاص

که دې تخت په هوا دومي چې مین يې

بندیوان يې کم قوته نه يې خلاص

لا دې زړه په ښکلیو نښتی دی حمیده!

چې د خلقو له تهمته نه يې خلاص

نن ساعت اصل معدوم دی د اخلاص

دا چې اخیست شي تش نوم دی د اخلاص

بې نفاقه نور هیڅ نه را معلومېږي

چې کتلی مې نجوم دی د اخلاص

یو سړی دې څوک را وښيي په ګوته

چې عمل يې په رسوم دی د اخلاص

لکه څوک وايي سندرې په مړې ناوې

تش په توره تل ډم ډوم دی د اخلاص

چې روزګار د پلار و زویه په لباس شه

رنګ و بوی پاتو نور کوم دی د اخلاص

د جهان چې د خولې خوند په لباس وران شه

پرې لذت زهر زقوم دی د اخلاص

د دنیا کوټۍ ماڼۍ ګوره نظر کړه

پکې چا ايښی یو چوم دی د اخلاص

لکه نمر په جهان وخېژي رڼا شي

دم قدم هسې معلوم دی د اخلاص

مخلصان په جهان نشته که پيدا شي

حمید خاص بنده محکوم دی د اخلاص