

عبدالحمید مومند
لا که مخ له خال و خطه آب وتاب ډېر
ولې تاب وي د اوریځې دآفتاب ډېر
زیات شي کبر د باغبانو په نوبهار کې
نوخطان کاندي په ځای ناز و عتاب ډېر
را يې نه کړ نیم خمار د یار د شونډو
که مې ونوشل هزار رنګه شراب ډېر
خدای پناه راکه د یار له جدايۍ
څو چنده دی تر دوزخه دا عذاب ډېر
کله دېګ په اول تاب جوش و خروش کا
هسې رنګ نوی مین کا اضطراب ډېر
نیمه خوا د برق رڼا ګوره هوښیار شه
مه کړه کار د معطلۍ په شتاب ډېر
تر ځوانۍ وي د پيرۍ مینه غالبه
شي تر شومې غلبه د سحر خواب ډېر
د یوه ساعت ژوندون دپاره ولې
ټپرېږې په ځان سپک لکه حباب ډېر
یو حمید له توره خطه شکوه نه کا
دې وبا کړ ټول عالم خراب تراب ډېر