

عبدالحمید مومند
چې په مخ به د هر ښکلي شه ځير ځير
خود به تله په محبت پېري د پېر
چې له هرې ونې خوري یوه شي زهر
مجرب دی په جهان کې دا نظیر
مسخره کا محبت په یوه دم کې
صد ساله پيري د پير میري د میر
عشق يې څيرې ګریوان وباسي بازار ته
که په سل خلوته ناست وي کوښه ګیر
عاشقي په مصلحت کوله نه شي
اور ته ځان اچاوه نه شي په تدبیر
زه رسا په زړه ادا کړم مړاوو سترګو
که رسا لګي د سستې لیندۍ تیر
یا د ښکلیو د پایلو شرنګهار دی
یا د عشق د لېونیو د ځنځير
چې ګرمېږي په آزار بازار د ښکلیو
نه اړ کېږي په آزار د پير فقیر
دم په دم په سینه تېغ د بد دعا ږدي
د یار هجر کړ حمید ومرګ ته خیر