

عبدالحمید مومند
هسې یم د یار له غمه په ضرور
لکه سوی اور لړونی د تنور
چې هرګز له اوښو وینو نه و چېرې
معلومېږي چې مې سترګې شوې ناسور
هر ساعت شمه را کېښ دار و سنګسار ته
محبت قایم مقام کړم د منصور
چې يې غم لره د ترکو لویولم
مور و پلار وای په هلک راباندې بور
په دربار مې د بې قدره دلبرانو
نشته قدر د مريي او د مزدور
خدای يې نه کا ګڼه اچوي شوخ چشم
هر ساعت پکې ملایکو کې فتور
زر په زر به یې سیاهي د خط پښېمان کا
دا د مخ په روښنايي باندې مغرور
د ریا په زهد مه غولېږه زاهده
په کار نه راځي د وینځې زوی و لور
خو چې واغوندي حمیده خلعت د وصل
ترې وکاږي يې فلک په وینو سور